ویانا کې د طالب ضد مخالفانو ناسته؛ د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي

ارشیف: په ویانا کې له دې مخکې هم د طالبانو د یوه عمده مخالف احمد مسعود او نورو څېرو په ګډون ناستې شوې دي.

د ویانا څلورمه ناسته نن پیلېږي.

په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت ضد عمده مخالفان سره راټولېږي او په خبره یې چې د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي.

د ملي مقاومت جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی مشر احمد مسعود په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اتریش پلازمېنې ویانا ته رسېدلی دی.

د بیان له مخې تمه کېږي چې د طالبانو ضد "سیاسي او پوځي" ډلو شاوخوا اویا استازي د ویانا څلورمې ناسته کې برخه واخلي.

طالبانو بیا د ویانا پخوانۍ ناستې بې ګټې بللې وې او ویل یې چې ټولې د دوی په خبره ازمویل شوې څېرې په‌کې راټولیږي.