د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی

ارشیف: پاکستاني ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د "عزم استحکام" په نوم د پوځ له‌خوا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مخالفت کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي عمر ایوب رسنیو ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو پرېکړه باید پارلمان وکړي.

ایوب ویلي د دوی د ګوند رهبر عمران خان باوري دی چې "باید په پردي جنګ کې ځانونه ښکېل نه کړو او امن یواځې په زور نه راځي."

عمر ایوب او نورو ګوندونو د پارلمان جلسه هم بایکاټ کړې وه.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړې کمېټۍ د دغو عملیاتو د پیلولو اعلان کړی.

د پاکستان حکومت ویلي چې دا پرېکړه د څلورواړه ایالتونو او د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت-بلتستان له چارواکو سره په موافقه کړې ده.