هندي رسنیو د چارواکو په قول ویلي چې په دغه هېواد کې د زهرجنو جعلي الکولو د قربانیانو شمېر ۵۳ ته لوړ شوی دی.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د تامل ناډو ایالت په کلاکوریچي سیمه کې یوه جګپوړي دولتي چارواکي د هند خبري اژانس پيټيآی PTI ته ویلي چې د پرونیو (شنبې) معلوماتو پر اساس د مړو شمېر ۵۳ تنه دی.
په ورته وخت کې یو شمېر نورو هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ د جون ۲۳ مه د قربانیانو شمېر ۵۵ تنه اعلان کړ، خو دا خبر خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.
تر دې مخکې د هند د جنوبي ایالت تامل ناډو اعلی وزیر ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ ۳۷ تنه د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله په څو ساعتونه کې مړه شول.
رسنۍ وايي چې تر سلو ډېر مسموم شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي، خو د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
په هند کې هر کال سلګونه کسان په کورونو کې د تولید شویو ارزانه الکولو له امله مري، خو سږ کال د زهرجنو شرابو له کبله د مسمومېدو او مړینو شمېر تر ټولو ډېر دی.