د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن به د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب کې ورښتونه دوام وکړي.
په دې ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکل شوې.
د هواپېژندنې اداره وايي چې د باد سرعت به په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.