طالبانو له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت تېره شپه پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پرون ۸۴۱ افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه، یا هم جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.

دغه راز د غبرګولي یا جوزا پر ۳۱مه او د چنګاښی یا سرطان پر لومړۍ نېټه بیا له پاکستانه د ۱۱۰ افغان کډوالو د جبري ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه وزارت لیکلي، ځینې اړ کسان د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالو ادارو ته وروپېژندل شول.

له پاکستانه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده، ورسره ایران هم د افغان کډوالو ایستلو ته شدت بخښلی دی.