شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته په لومړي ځل ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کرکټ کې اسټرالیا ته ماتې ورکوي.

په نننۍ سیالۍ کې افغانستان د ۱۴۹ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۲۷ منډې وکړې.

افغان لوبډلې ته په توپوهنه کې رحمن‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ نیمه سلیزې جوړې کړې او په توپ اچونه کې ګلبدین نایب ۴ او نوین‌الحق ۳ لوبغاړي وسوځول.

دا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان لومړۍ بریا وه، که افغان لوبډله له بنګله‌دېش هم راتلونکې سیالي وګټي، نو نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانسونه به یې زیات شي.