لسګونو زره اسراییلیانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه

په اسراییل کې د شویو لاریونونو یو انځور

په لسګونو زره کسانو تېر ماښام په تل‌ابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهره وکړه.

دوی یو وار بیا د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له توندلارې ډلې د پاتې یرغمل شویو د خوشې کېدو سبب شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یرغمل شویو شمېر ښايي ۵۰ ته راکم شوی وي، خو رسماً ویل کېږي چې ۱۲۰ کسان لا هم د حماس او په غزې تړانګه کې د نورو افراطي ډلو له خوا یرغمل دي.

د وای نیټ (ynet) په نوم خبري ویبپاڼې د مظاهرې د تنظیموونکو په حواله راپور ورکړی چې شا و خوا ۱۵۰زره کسانو د نتنیاهو د حکومت خلاف مظاهرو کې برخه اخیستې وه.