د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې له دې مخکې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، سېلابونو او سختو بادونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند ریاست په یو بیان کې چې پرون خپور شو، اټکل کړی چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې نن د نسبتاً سخت باران او ورسره د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې یادونه شوې چې د هېواد په ځینو شمالي، لوېدیځو، مرکزي او جنوبي سیمو له هغې ډلې په سالنګونو کې له سختو بادونو سره د دوړو امکان شته.