پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې یو انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ پرون د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د آزاد تګ راتګ او سوداګرۍ په ملاتړ او د ناامنیو او هغه څه پر ضد چې د دې غورځنګ فعالان یې هدفي وژنې بولي پراخه اعتراضیه غونډه جوړه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان څانګې مشر عید رحمان وزیر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په غونډه کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو له بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

دا اعتراضیه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د شمالي او جنوبی وزیرستان، ډېری اسماعیل خان، بنو او د خیبرپښتونخوا د نورو سیمو خلک له ناامنیو څخه شکایتونه کوي.

د مشال راډیو د راپور له مخې یوازې په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴م کال کې تردې دمه ۲۸ هدفي حملې شوي.

همداراز په تېر ۲۰۲۳م کال کې له ۵۰ زیات قبایلي مشران، ځوانان، سیاسي فعالان، دیني عالمان او امنیتي ځواکونه په تروریستي حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.