غزه کې د بېځایه شویو پر کمپونو د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ ټپیان دي

له رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو کمپونه

اسراییلي ځواکونو پرون جمعه د غزې د جنوبې ښار رفح دباندې د بېځایه شویو فلسطینیانو د خېمو پر کمپونو په بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د غزې روغتیایي چارواکو او د بېړنیو چارو کارکوونکو کړې ده.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژآنس د راپور له مخې په غزې تړانګه کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له امله په سلګونو زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي، دا وروستی وژونکی برید دی.

د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دا برید څه کم یوه میاشت وروسته له هغې کېږي چې د غزې په جنوب کې د اسراییل د یوې بمبارۍ په نتیجه کې په یوه کمپ کې اور ولګېد چې له امله یې لږترلږه ۳۵ کسان ووژل شول.

پر دغه برید د اسراییل د یو شمېر نژدې متحدینو په ګډون نړیوال ډېر په غصه شول او د رفح ښار ته یې د پوځي عملیاتو پرغځېدو انتقادونه وکړل.