د ایتالیا ساحلي ګارډ پرون جمعه وویل چې د دې اوونۍ په پیل کې په جنوبي ساحل کې د کډوالو د یوې ډوبې شوې کښتۍ وروسته یې د ۱۴ نورو کسانو جسدونه موندلي چې ورسره د دې پېښې د مړو شمېر یې ۳۴ ته رسېدلی دی.
دوشنبې په شپه د کلابریا په سواحلو کې د دغې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر ۶۰ ډېر کسان لادرکه شوي او ۱۱ تنه یې ژغورل شوي دي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا "ایمایسایف" د دې اوونۍ په پیل کې وویل چې ژغورل شویو کسانو د لږترلږه ۲۶ ماشومانو په ګډون د ۶۶ کسانو د ورکېدو راپور ورکړی دی.
دوی له ترکیې څخه حرکت کړی و چې کښتۍ یې د کلابریا له سواحلو شاوخوا ۱۲۰ سمندري مایل لیرې ډوبه شوه.
"ایمایسایف" وویل، په ورکو شویو کې افغان کورنۍ هم شاملې دي.