ایران له دې هېواد څخه کابل ته د طالبانو د یوه ډیپلومات د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي، تهران غوښتنه کړې چې په مشهد کې دې د طالبانو د قونسلګرۍ یو کارکوونکی بېرته کابل ته وغوښتل شي.

د طالبانو د قونسلګرۍ دغه کارکوونکی په دې تورن دی چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې یې یو ایرانی عکاس قونسلګرۍ ته دننه بېولی او شکنجه کړی دی.

د کابل لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي وايي، د طالبانو د قونسلګرۍ له کارکوونکي سره سخت قانوني چلند شوی، خو قُمي نور وضاحت نه دی ورکړی.

ایراني رسنیو پرون راپور ورکړی چې قُمي ویلي، د هر هېواد سیاسي استازولي چې د سرغړونو سبب شي، د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې دې ورسره چلند وشي.

تر دې مخکې د قاري عیسی محمدي په نوم یوه مدني فعال تور لګولی و چې مشهد ته د سفر پر مهال د طالبانو درېیو ډيپلوماتانو له ډیپلوماتیک مصئونیت او موټرو په استفاده، له هوايي ډګره د هغه د اختطاف هڅه وکړه چې د څه مودې لپاره په هوايي ډګر کې د ایراني چارواکو په توقیف کې و.