په جرمني کې درې کسان په دې شک نیول شوي چې د اوکراین له یوه وګړي یې د یوه بهرنۍ استخباراتي بنسټ لپاره د اطلاعاتو ټولولو هڅه کوله.
د جرمني لویې څارنوالۍ پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه درې مشکوک کسان د چهارشنبې په ورځ په فرانفکورټ کې نیول شوي دي.
دغه مشکوک کسان دوه د اوکراین وګړي رابرټ اې، واردګیس آی او درېیم د ارمنستان وګړی ارمان ایس معرفي شوي.
د جرمني د شخصي محرمیت د اصولو له مخې د دغو کسانو بشپړ نومونه افشا شوي نه دي.
د پنجشنبې په ورځ یوه قاضي یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د دوی د احتمالي کار د دلیل له مخې، په توقیف کې د دغو کسانو د ساتلو حکم ورکړ.
په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه کسان د کوم هېواد استخباراتي ادارې ته په کار کولو تورن دي.