اتونبایووا: د میلیونونو ډالرو مرستو  سره سره بیا هم افغانستان له پراخه فقر سره لاس او ګرېوان دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې یا د یوناما مشره روزا اتونبایووا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې یا د یوناما مشره روزا اتونبایووا وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې که څه هم دې هېواد ته په میلیونونو ډالر مرسته راغلې، خو بیا هم افغانستان له پراخه فقر سره لاس او ګرېوان دی.

هغې دا خبرې نن ماښام د جون ۲۱مه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته ته کړي دي.

اغلې اتونبایووا وویل چې په نژدې درېیو کلونو کې نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره څه باندې ۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د هغې په خبره، د افغانستان د خلکو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه باندې څلور میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زیاته کړې چې په افغانستان کې موجوده فقر خلک د طبیعي پېښو پر وړاندې نور هم زیانمن کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې خلک له بېکارۍ او فقر سر ټکوي او وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.