خیبرپښتونخوا کې چاودنه او ډزې؛ څلور پوځیان وژل شوي

ارشیف: په خیبرپښتونخوا کې له دې مخکې هم چاودنو مرګ ژوبله اړولې.

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د یوه ماین په چاودنه او ډزو کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

د کورمې د پولیسو یوې چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، نن جمعه د جون ۲۱مه د کورمې په مزرینه سیمه کې د پوځیانو پر موټر د ماین چاودنه شوې او له چاودنې وروسته پر پوځیانو ډزې هم شوي دي.

په چاودنه کې څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، ټپیان د سدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د پېښې مسوولیت منلی دی.

دا پېښه وروسته له هغې ده چې تحریک طالبان پاکستان د اختر په ورځو کې د جون له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې یو اړخیز اوربند اعلان کړی و.