خیبرپښتونخوا کې د قرانکریم د سپکاوي په تور یو کس وژل شوی؛ حکومت یې په اړه پلټڼې کوي

د سوات په مدین کې تېره شپه پارېدلیو خلکو یو تن د قرانکریم د سپکاوي په تور وژلی او د هغه جسد یې سوځولی دی.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې واکمن ګوند، تحریک انصاف ویلي چې د دوی حکومت د سوات په مدین کې د قرانکریم د سپکاوي په تور د یوه تن د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي.

راپورونه وايي چې د سوات په مدین کې تېره شپه پارېدلیو خلکو یو تن د قرانکریم د سپکاوي په تور وژلی او د هغه جسد یې سوځولی دی.

همداراز خلکو د پولیسو ماموریت یا تاڼې او یو شمېر موټرو ته اور ورته کړی دی.

د تاوتریخوالي په ترڅ کې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.