د سږني حج په مراسمو کې د مړو شویو زیارتوالو شمېر تر زرو واوښت.
د حج د سږ کال مراسم په داسي وخت کې په ځای کېږي چې هوا خورا توده ده.
په مکه مکرمه کې د دوشنبې په ورځ تودوخه د سانتي ګراد ۵۲ درجو ته ورسېده.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۱.۸ میلیون خلکو، چې ډیری یې زاړه او معیوب دي، د حج په مراسمو کې برخه اخیستې ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یوه عرب دیپلومات وویل چې یوازې د مصر د مړوشویو زیارتوالو شمیر لږترلږه ۶۰۰ ته رسېدلی دی.
دا خبري اژانس د بېلابېلو هېوادونو د احصایو پر اساس، د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ تنو زیات ښيي.
په همدې حال کې مصري چارواکو په سعودي عربستان کې د ۱۴۰۰ بې درکه حاجیانو راپور ترلاسه کړی چې د هغو له منځه ۶۰۰ تنه مړه شوي دي.
پر مصریانو سربېره د پاکستان، اردن، اندونیزیا، ایران، سینګال، تونس، عراق او هند د زیارتوالو مړینې تایید شوي دي.
پاکستان پرون تایید کړه چې لږترلږه ۳۵ تنه زیارتوال یې مړه شوي دي.
د حج په مراسمو کې د زیاتې تودوخې له کبله د افغان زیارتوالو د مړینو د شمېر په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
له افغانستان څخه سږ کال ۳۰زره تنه د حج په مراسمو کې ګډون لري.