د شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې نن پنجشنبه افغانستان او هند سیالي کوي.
د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په یولس کسیز ترکیب کې یو بدلون راغلی چې د کریم جنت پر ځای حضرت الله ځاځی غوره شوی دی.
د افغانستان بله سیالي راروانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګلهدېش پر وړاندې ده.