د افغانستان لپاره د بسپنې ځانګړي وجهي صندوق د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او بېځایه شویو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
دې صندوق نن پنجشنبې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا درک کوي چې میلیونونه بېځایه شوي او هېواد ته راستانه شوي کډوال، د شخړو او طبیعي پېښو په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.
دې صندوق په افغانستان کې د کډوالو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغوی لاسنیوي ته ژمن دي ترڅو چې بېرته خپل ژوند ورغوي.
د افغانستان لپاره د بسپنې دا ځانګړی صندوق د ملګرو ملتونو لهخوا په ۲۰۲۱م کال کې تاسیس شو ترڅو په افغانستان کې بشري اساسي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.
د معلوماتو له مخې له دغه صندوق سره تراوسه د نړۍ څه باندې لسو هېوادونو د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بسپنې ژمنې کړې دي.