کاناډا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک یو شمېر سرتېري

کاناډا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی او په ایران کې مېشتو کاناډایانو ته یې سپارښتنه کړې چې له دې هېواده ووځي.

د کاناډا د عامه خوندیتوب وزیر ډومینیک لیبلانک پرون چهارشنبې په اوتاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغه اعلان په مهال وویل چې د تروریستي ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د شاملولو پرېکړه، د ډېرو قوي او قانع کوونکو شواهدو پر بنسټ شوې ده.

د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې په تهران کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدو له پېښې وروسته چې د وژل شویو ټولو ۱۷۶ سپرلیو شاوخوا نیمایي یې کاناډایي اتباع وو، د دغو قربانیانو کاناډا مېشتو نژدې خپلوانو هڅې پیل کړې وې چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک دې د یوه ترورستي سازمان په توګه ونوموي.

اوتاوا مخکې د دې ځواک د قدس څانګه د تروریستي ډلې په توګه په نوملړ کې شامله کړې وه او په ۲۰۲۲م کال کې یې د سپاه پاسدران انقلاب ځواک د غړیو په ګډون له لس زرو څخه زیات ایراني چارواکي د تل لپاره کاناډا ته له ورتلو څخه منع کړل.

د اوتاوا او تهران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۲م کال کې پرې شوې دي.