ملګرو ملتونو په ښکاره د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول اعمال وغندل

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اداره وایي، دا اداره هره ورځ په ښکاره د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ټول اعمال په هرځای کې، هر کله او د هر چا پر وړاندې چې ترسره کېږي غندي.

دا خبره دې ادارې پرون چهارشنبې د جنسي تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپور کړی، کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په دې ورځ د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اداره، د ښځو او نجونو د هغو دوامداره هڅو ستاینه کوي چې دوی یې د ګواښونو او محدودو امکاناتو سره سره د حل لارو، د ملاتړ شبکو د ایجادولو او د خپل غږ د اوچتولو لپاره مخ ته وړي.

د دې ادارې په وینا، په شخړو کې له جنسي تاوتریخوالي، د برید او جبر د ویجاړونکې بڼې په توګه د جګړې د تاکتیک په توګه کار اخیستل کېږي چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغېزمنې کوي.

د دې ادارې په وینا، د جنسي تاوتریخوالي ویجاړونکې پایلې پر نسلونو اغېز کوي، د ټولنو ټولنیز جوړښتونه سره پاشي او هغه همدارنګه د دې مخه نیسي چې ولسونه تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې که څه هم په دې بیان کې د افغان ښځو یادونه نه ده کړې، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پرسختو چلندونو تل انتقاد کړی دی.