امریکايي پوځ غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر بېرته پیلوي

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو تاسیساتو چې د امریکا پوځ د مې په اولسمه په سیمه کې ځای پرځای کړې وو، له لارې په ۱۳۷ لاریو کې بار شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې ترګدامونو پورې رسول شوې دي.

تمه کېږي چې د امریکا پوځ به نن پنجشنبې د غزې په سواحلو کې له موقتي تاسیساتو غزې ته د بشري مرستو رسولو بهیر بېرته پیل کړي.

دا خبره دوو امریکایي چارواکو د خپلو نومونو د نه افشا کېدو په شرط رویټرز خبري آژانس ته کړي دي.

دوی ویلي، دغه تاسیسات چې تېره اوونۍ په سمندر کې د خرابې هوا له امله په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي وو، بېرته د غزې په ساحل کې ځای پرځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو تاسیساتو چې د امریکا پوځ د مې په اولسمه په سیمه کې ځای پرځای کړې وو، له لارې په ۱۳۷ لاریو کې بار شاوخوا ۹۰۰ ټنه بشري مرستې ترګدامونو پورې رسول شوې دي.

د راپور له مخې دغو تاسیساتو ترمیم ته اړتیا درلوده، ځکه تېره اوونۍ سمندري توپانونو ورته زیان اړولی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې په پام کې لري قحطۍ ځپلې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د غزې په سواحلو کې یو موقتي بندر ایجاد کړي.