د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۳۱مه هم د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه اطلاعیه کې ویلي چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او بامیان کې به د باران ادازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مټرو پورې وي.

د اطلاعیې له مخې، د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې بیا د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی دی.

ویل شوي، په دغو ساحو کې به د بادونو شدت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابو بهېدلو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې د مرګ‌ژوبلې اړولو تر څنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.