جرمني کې د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی؛ پولیسو یې مور او پلار نیولي

د جرمني پولیس د عملیاتو پر مهال

په جرمني کې پولیسو د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ د مړي تر موندل کېدو وروسته د هغې مور و پلار ونیول.

د جرمني بلد ورځپاڼې پرون چهارشنبه د دې نجلۍ د مور و پلار د نیولو خبر ورکړ.

د راپور له مخې، د دغې افغانې نجلۍ مړی تېره دوشنبه د وُرمس ښار د سیند په څنډه کې وموندل شو.

بلخوا د جرمني دویچه ویله راپور ورکړی چې د دغې نجلۍ مور و پلار د هغې د وژنې په شک نیول شوي دي.

ځینو رسنیو د یوه قاضي په وینا راپور ورکړی چې ګومان کېږي دغه نجلۍ د خپل مور و پلار له‌خوا د خپل ژوند د بڼې په اړه د مخالفتونو له کبله وژل شوې وي.