په غزه کې د اسراییلو حملې او د دوی او حماس ترمنځ جګړې روانې دي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

پرون چهارشنبه هم په غزه کې د اسراییل هوايي حملې، دغه راز د اسراییلي پوځیانو او فلسطیني افراطي وسله‌والو ترمنځ وسله‌والې شخړې روانې وې.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ خبرداری ورکړ چې د خپل هېواد په شمالي سنګرونو کې یې د لبنان د حزب الله ډلې پر خلاف پوځي عملیاتو چمتووالی نیولی دی.

عیني شاهدانو او د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د ملکي دفاع یوه بنسټ راپور ورکړی چې اسراییل د غزې د رفح ښار لوېدیځې برخې بمباري کړې دي.

په دغه ځای کې روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو په حملو او د توپونو په ډزو لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د څه باندې اتو میاشتو په جګړه کې په دغه قلمرو کې څه کم ۳۷زره ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.