د چاد د پلازمېنې نجامینا (N'Djamena) د پوځي مهماتو په یوه ډیپو کې پراخې اورلګېدنې لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان کړل.
دغه پېښه سې شنبه ناوخته شوې، خو د دغه هېواد روغتیا وزیر د مرګژوبلې دا جزییات پرون چهارشنبه ورکړل.
عبدالمجید عبدالرحیم رسنیو ته وویلچې ممکن د مړو شمېر زیات شي، ځکه د زیاتو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
د دې پېښې د علت په باب څه نه دي ویل شوي او دغه ډیپو نړیوال هوايي ډګر ته نږدې پرته ده.
په نجامینا کې ۱ میلیون او ۶ لکه وګړي ژوند کوي چې د چاد د ټولو وګړو ۱۰ فیصده جوړوي.