کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له هند سره سیالي کوي

د افغانستان او هند له مخکېنیو لوبو یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان به د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې خپله لومړۍ سیالي نن په ویسټ اینډیز کې د هند پر وړاندې وکړي.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې افغانستان به په دغه پړاو کې هم ښې لوبې وکړي.

هغه وویل: "لوبډله د ویسټ اینډیز باربادوس ته رسېدلې، هلته به دوی د اتو غوره لوبډلو (سوپر ایټ) پړاو لومړۍ سیالي د هندوستان په وړاندې وکړي. افغان لوبډلې تمرینات کړي او چمتووالی لري او زموږ تمه ده هغسې چې افغانستان په ګروپي پړاو کې ښې لوبې وکړې، د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې هم افغانستان وځلېږي او نیمه پایلوبې لار پیدا کړي."

نننۍ مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوګاندا، نیوزیلینډ او پاپوانیوګیني ماتې ورکړه، خو تېره دوشنبه یې د ویسټ اینډیز په وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان بله مسابقه راوانه شنبه د اسټرالیا او د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دېش په وړاندې ده.

د سږ کال د شلو اوورونو نړیوال جام سیالۍ د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربه‌توب روانې دي او د دغه جام پایلوبه به د جون پر ۲۹ نېټه په ویسټ انډیز کې وي.