روسۍ محکمې څلور اوکراینیان د یو قوماندان د قتل په قضیه کې د اوږده حبس په سزا محکوم کړي

د روس پلوو بېلتونپالو وژل شوی قوماندان ارسېن پاولوف

د روسیې یوې پوځي محکمې څلور تنه اوکراینیان د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو د یو قوماندان د قتل په قضیه کې د اوږده حبس په سزا محکوم کړي دي.

په ۲۰۱۶م کال کې په دونېڅک سیمه کې د بېلتونپالو د قوماندان ارسېن پاولوف چې په موتورولا مشهور و، د قتل په تړاو تورن اولیکساندر پوهوریلوف ته د عمري بند سزا واورول شوه، ارتیم یېنا په ۱۷ کاله بند، واسیلي چوریلوف په ۱۳ او اولیکساندر تیموشینکو په ۱۲ کاله بند محکوم شول.

څلور واړه تورن په ۲۰۱۷م کال کې د دونېڅک سیمې د بېلتونپالو د مشر الکساندر زاخارچینکو د وژنې لپاره په هڅه هم تورن شوي دي.

زاخارچینکو په ۲۰۱۸م کال کې په یوه جلا برید کې ووژل شو.