ملګري ملتونه: اسراییلو ممکن په غزې کې په پرله‌پسې توګه سرغړونه کړې وي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړو شویو ودانیو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وایي، اسراییلو ممکن په غزې تړانګه کې په پرله‌پسې توګه د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې وي.

رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د یوه راپور په حواله چې نن چهارشنبه خپور شوی ویلي، اسراییلي پوځ په غزه کې د علمیاتو پر مهال د ملکیانو او جنګالیو په توپیر کې پاتې راغلی دی.

په راپور کې د اسراییل شپږ هغه عملیات ارزول شوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور له مخې ملکیانو ته یې ډېره مرګ‌ژوبله او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، ویلي چې د اسراییلي پوځیانو په عملیاتو کې څه باندې ۳۷ زره او څلور سوه کسان وژل شوي دي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اسراییل د همدې بریدونو په غچ کې پر غزې بریدونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.