د اروپا د ملتونو د فوټبال اتلولیزو لوبو په دوام بېګا دوه لوبې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې ترکیې درې پر یو ګرجستان ته ماته ورکړه.
د شپې ناوخته لوبه کې بیا د کریستیانو رونالډو په مشرۍ پرتګال لوبډلې ۲ پر ۱ د چک جمهوریت فوټبال ټیم ته ماته ورکړه.
تمه ده نن کروشیا له البانیا او کوربه جرمني له هنګري سره مخامخ شي.