د ناټو سرمنشي د هالنډ صدراعظم د خپل ځای‌ ناستي لپاره یو پیاوړی نوماند وباله

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د هالنډ صدراعظم مارک روته د خپل ځای ناستي لپاره یو پیاوړی نوماند وباله.

د سټولټنبرګ دوره د روان کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

د ناټو تړون د اجماع له مخې پرېکړې کوي، نو هر کاندید د ټولو ۳۲ متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري.

تر دې دمه، یوازې رومانیا، چې ولسمشر یې کلوس یوهانس هم د دې پوست لپاره سیالي کوي، د روته له کاندیدۍ سره مخالفت کړی دی.

د ناټو راتلونکی سرمنشي به پر اوکراین د روسیې د تېري پر وړاندې د له اوکرایینه د دغه پوځي تړون د ملاتړ د دوام له ازموینې سره مخ شي.

په عین حال کې د کړکېچ له هر ډول زیاتوالي به ډډه کوي چې ناټو په مستقیمه توګه له روسیې سره جګړې ته ور ګډه نه شي.