چارواکي: روسیه په زیاتېدونکي شکل د جاسوسي په هدف د جرمنانو د ګمارلو هڅې کوي

د روسیې بیرغ

د جرمني د داخلي امنیت اداره وايي، روسیه په زیاتېدونکي شکل د جاسوسي په هدف د پیسو یا باج ګیري په مټ د جرمنانو د ګمارلو هڅې کوي.

دې ادارې ویلي، روسیې وروسته له هغه دغه کار ته مخه کړې چې د اروپايي هېوادونو له‌خوا د شاوخوا ۶۰۰ روسي ډیپلوماتانو له ایستلو سره د روسیې استخباراتي ادارو ته سخته ضربه رسېدلې ده.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي دفتر (BFV) اعلان کړی چې د روسیې استخباراتي ادارو تر اوسه په جرمني کې د خلکو د استخدام په برخه کې ډېرې پیسې لګولي دي.

د دې ادارې مشر توماس هالډن وانګ د سه شنبې په ورځ د جون ۱۸مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې روسیه په جرمني کې د روسي استخباراتي اجنټانو د شمېر د کمېدو د جبران لپاره سختې هڅې کوي.

د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد دوه اتباع چې د تېر اګست په میاشت کې روسیې ته د جاسوسۍ په تور د خیانت په تور نیول شوي وو، هر یوه ته ۴۰۰زره یورو ورکړل شوي وو.