د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: حارث رووف ته سپکاوی د منلو نه دی

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي حارث رووف

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د پاکستان د کرکټ لوبغاړي حارث رووف ته سپکاوی د منلو نه دی.

نقوي وروسته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر دا غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړ چې که حارث رووف ته سپکاوی کوونکی شخص بخښنه ونه غواړي دوی به له قانوني لارو د هغه پر ضد دعوه وکړي.

په خواله رسنیو کې پرون یوه ویډیو ډېره لاس په لاس شوه چې په‌کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې پاکستانی کرکټر حارث رووف له یوه کس سره لفظي شخړه کوي.

حارث رووف په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه کس د ده کورنۍ ته سپکاوی وکړ.

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي وروسته له هغه له سختو نیوکو سره مخ شول چې په روان شل اووریز نړیوال جام کې یې خپلې اکثره لوبې وبایللې او له مخکې تګ پاتې راغی.