کرکټ نړیوال جام؛ د اتو غوره پړاو سیالۍ پيلېږي

د امریکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

نن د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام د اتو غوره پړاو سیالۍ پيلېږي.

په لومړۍ لوبه کې ماښام مهال امریکا او جنوبي افریقا لوبه لري.

دویمه لوبه ویسټ اینډیز او انګلستان تر منځ ده.

تمه ده د اتو غوره پړاو په سبانۍ لوبه کې افغانستان خپله لوبه له هندوستان سره وکړي.

افغانستان د ګروپي دور له سیالیو درې لومړۍ وګټلې او وروستۍ یوه یې سه شنبه پر کوربه ویسټ اینډیز وبایلله.

د دې لوبې ماتې د افغانستان په پرمختګ کوم تاثیر نه دی کړی.