د روسیې د تېلو یوه زېرمه کې د اور لګېدو علت د بې پیلوټه الوتکې برید وبلل شو

د روسیې په جنوبي ښار آزوف کې ژغورونکې ډلې د اور مړ کولو پر مهال لیدل کېږي.

راپورونه وايي چې د روسیې په جنوبي ښار آزوف کې د تېلو په یوه زېرمه کې د اور لګېدو علت د اوکراین د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې برید و.

د اوکراین امنیتي سرچینو نن د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته وویل، د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې یا ایس‌بي‌یو SBU دا برید د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د څو ډرونونو په وسیله وکړ چې په نتیجه کې یې د روستوف سیمې د تېلو په یو زېرمه کې د اور د لګېدو باعث شو.

په دې زېرمه کې د تېلو څو زېرمې شته.

کییف عموماً د دې ډول پېښو په اړه تبصره نه کوي، خو د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو حملې یې زیاتې کړې دي څو د پوځ د تېلو زېرمې یې له منځه یوسي.

د رستوف والي واسیلي ګولوبېف ویلي چې د تېلو پر زېرمو د بې پیلوټه الوتکو برید انساني تلفات نه لري.