د تاتارستان جمهوریت سترې محکمې د "السو کورماشېوا" د استېناف غوښتنه رد کړې

د ازادي راډیو د روسي څانګې خبریاله السو کورماشېوا چې دا مهال روسیه کې بندي ده.

د روسیې د تاتارستان جمهوریت سترې محکمې د ازادي راډیو د روسي څانګې د خبریالې السو کورماشېوا د استېناف هغه غوښتنه رد کړې چې د دې د توقیف د مودې د تمدید د حکم پر وړاندې یې وړاندې کړې وه.

قاضي رضوان یوسوپوف نن د تاتارستان د مرکز کازان د ناحیوي محکمې هغه حکم تایید کړ چې د مېرمن کورماشېوا د توقیف موده یې د اګست میاشتې تر پنځمې پورې وغځوله.

کورماشېوا په پراګ کې د ازادي راډیو په مرکز کې د ژورنالیستې په توګه کار کوي او د روسیې او امریکا دوه ګونی تابعیت لري.

نوموړې چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اتلسمې راهیسې په توقیف کې ده، تورنه ده چې د بهرني اجنټ په نوم قانون څخه یې سرغړونه کړې او د روسیې د پوځ په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي.

د دې تور لپاره د روسیې په قوانینو کې د لس کلن بند سزا په پام کې نیول شوې.

مېرمن کورماشېوا، د ازادې اروپا/ازادي راډیو چې نوموړې کار ورسره کوي او د هغې پلویانو دا تورونه رد کړي دي.