د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې لهخوا د تړلو دروازو ترشا د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګریشکوویچ د محاکمه کېدو د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روسیې نوموړی په جاسوسۍ تورن کړی، خو په دې اړه یې کره شواهد نهدي وړاندې کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو او والسټریټ ژورنال ورځپاڼې دغه تور رد کړی دی.
متحدو ایالتونو ویلي چې په مسکو کې به د دوی د سفارت استازي هڅه وکړي چې د هغه د محاکمې په جریان کې چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په پای کې ترسره شي، ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې محاکمه کې د دوی حضور یو مهم لومړیتوب دی، خو ډېرې هڅې به وکړي چې بالاخره ګریشکوویچ او د هغه امریکایي همکار پول ویلان هېواد ته ستانه کړي او دا د دوی اصلي هدف دی.