ایټالیا په سواحلو کې د کښتیو ډوبېدو پېښه؛ لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې

د ایټالیا سواحلوکې د یوې ډوبې شوې کښتۍ انځور

د ایټالیا په جنوبي سواحلو کې د دوو کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې لسګونه افغان، ایراني او کردي پناه غوښتونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جرمني یوې خیریه موسسې او د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پېښه کې د ۱۱ کسانو مړي له اوبو را ایستل شوي او ۵۱ تنه نور هم چې د ډوبېدو په حال کې وو ژغورل شوي.

د ځینو راپورونو له مخې د کښتیو د ډوبېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۵۰ نورو کسانو مړی او ژوندی ورک دی.

یوه مشهوره خبریال سیرګیوساندورا بیا د تري تم شویو خلکو شمېر ۶۴ تنه یاد کړی دی.

د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، د کالابریا سیمې په ۲۲۰ کیلومترۍ کې یوه بېړۍ په ډوبو شویو پناه غوښتونکو پسې ګرځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د موسسې "آی‌او‌ایم" په وینا، له ۲۰۱۴م کال راهیسې ۲۳۵۰۰ پناه غوښتونکي په مدیترانه سمندرګي کې مړه یا تري تم شوي.

د مدیترانې سمندرګي لار د پناه غوښتونکو په وړاندې له مرګونو سمندري لارو شمېرل کېږي.