د اسراییل صدراعظم د خپل هېواد کابینه ړنګه کړه

د اسراییل د کابینې یو انځور

د اسراییل صدراعظم د خپل هېواد د جګړې کابینه، چې د غزې د جګړې له پیله یې د جګړې په پرېکړو کې مرکزي رول درلود، ړنګه کړه.

بنیامین نتنیاهو نن دوشنبې د جون ۱۷مه د حکومت وزیرانو ته خبر ورکړ چې د جګړې د کابینې په منحلولو سره به اوس د وزیرانو له یوې محدودې ډلې سره په مشوره "حساسې پرېکړې" کوي.

نتنیاهو د جګړې د کابینې د منحلولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د حکومت له ایتلاف څخه دوه جګپوړي وزیران بني ګانتز او ګادي ایسنکوټ او د هغو ګوند "هیوادني اتحاد" رسماً ووتل.

بني ګانتز او ګادي ایسنکوټ چې دواړه د اسراییل د پوځ پخواني لوی درستیزان وو، د تېر کال د اکټوبر په ۷مه نېټه د اسراییل پر خاوره د حماس د سختدریځې ډلې له بریده یوه اوونۍ وروسته د دې لپاره په ايتلافي حکومت کې شامل شول چې د جګړې د ملاتړ لپاره د حکومت په پرېکړو کې برخه واخلي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي.

بني ګانټز او ګادي ایسنکوټ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د جګړې په کابینه کې د دوی د پاته کېدو وخت پای ته رسېدلی او نور د نتنیاهو پر پرېکړو اغېز نه شي کولی.