حوثي یاغیانو په سره او عرب سمندرګيو کې پر دوو ملکي کښتو بریدونه کړي

په سره سمندرګي کې د امریکا یوه بېړۍ

د یمن حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په سور سمندرګي او عرب سمندرګي کې یې پر دوو ملکي کښتیو، چې د امریکا له جنګي بېړۍ سره یوځای وې، بریدونه کړي دي.

د حوثي یاغیانو ویاند یحیی سريع ویلي چې دې ملېشه ډلې د امریکا پر جنګي بېړۍ او "کیپټن پاریس" او "هیپي کنډور" بېړیو د بېړۍ ضد توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ.

خو دا معلومه نه ده چې ایا د امریکا جنګي بېړۍ هم لګېدلې او که نه ده.

تر دې څو ساعته مخکې، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې چې په یمن کې د المخا د جنوب په ۴۰ مایلۍ کې یوې کښتۍ ته نژدې د دوو چاودنو خبر ورکړ، او ویې ویل چې بېړۍ او عمله یې خوندي دي او خپلې لارې ته دوام ورکوي.

ایران پلوه حوثي یاغیانو، چې صنعا او د یمن ډېره برخه یې په کنټرول کې ده، له تېر نومبر راهیسې په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بېړیو لسګونه بریدونه کړي او ادعا کوي چې د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو ملاتړ کوي.