ایران د افغانستان په ګډون د خپلو ګاونډیانو د ننګونو هوارۍ لپاره د مرستې ټټر وواهه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو د باندنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې ایران چمتو دی چې له خپلو ګاونډیانو سره د هغو ننګونو په هوارولو کې مرسته وکړي چې ورسره مخامخ دي.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، علي باقري کني د یکشنبې په ورځ له امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او افغانستان د اړیکو او همدا راز د غزې د جنګ ځپلي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني مکالمه کې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې وبللې او هيله يې څرګنده کړه چې متقابلې همکارۍ لا زياتې شي.