نړیوال جام؛ بنګله‌دېش هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه

د بنګله‌دېش لوبغاړي د لوبې پر مهال

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په ننیو سیالیو کې بنګله‌دېش خپلې سیالې نیپال او سریلانکا بیا نیدرلنډ ته ماتې ورکړې.

دغه سیالۍ چې نن دوشنبه د کابل پر وخت سهار وختي پیل شوې وې، د بنګله‌دېش لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر نيپال ته او سریلانکا د ۸۳ منډو په توپیر نیدرلنډ ته ماتې ورکړې.

د یادو سیالیو تر پایلو وروسته په ‌ډي D ګروپ کې تر سویلي افریقا وروسته بنګله‌دېش دویم مقام خپل کړ او د اتو غوره لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه.

په ګروپي پړاو کې یوازې دوه سیالۍ پاتې چې لومړۍ به یې نن د نیوزیلینډ او پي‌این‌جي ترمنځ ترسره شي او دویمه به یې سبا سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې د افغانستان او ویسټ اینډیز ترمنځ پيل شي.

که څه هم د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان لومړني دوه سیالان هندوستان او اسټرالیا له وړاندې معلوم وو، خو درېیم سیال یې بنګله‌دېش تر بېګانیو سیالیو وروسته معلوم شو.

د جون په ۲۰مه نېټه به افغانستان لومړۍ سیالي له هندوستان سره ترسره کړي، بیا د جون میاشتې په ۲۳مه نېټه د اسټرالیا او افغانستان سیالي ده او د دې پړاو په وروستۍ لوبه کې به افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د جون په ۲۵مه نېټه سیالي وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د خبر پر اساس د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې به د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبه ولوبوي او ګټونکې لوبډلې به یې بیا د جون په ۲۹مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.