د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
دغه دفتر پرون د جوزا په ۲۷مه، په خپله ماښامنۍ ارزونه کې د روسیې د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړ.
په همدې حال کې په سویس کې د اوکراین د سولې دوه ورځنۍ غونډه د اوکراین او یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرون پای ته ورسېده.
د اوکراین د لوی درستیز د دفتر اټکل ښيي چې د یکشنبې په ورځ ۸۸ نښتې شوي دي.
د دفتر د ارزونې له مخې، روسیې د ورځې په اوږدو کې خپل یرغلیز عملیات زیات کړي او هڅه کوي چې اوکراییني پوځي واحدونه له خپلو ځایونو څخه وباسي.
د راپور پر بنسټ، دا عملیات په عمده توګه د پوک روفسک سیمه کې زیات شوي، دا هغه سیمه ده چې روسي پوځیان په کې د پرمختګ هڅه کوي.