د اروپا د یورو جام په سیالیو کې نن یکشنبه د جون په ۱۶مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره شوې چې نیدرلنډ له پولنډ او انګلستان له سربیا سیالۍ وګټلې، خو د ډنمارک او سلوانیا سیالي مساوي پای ته ورسېده.
د ورځې لومړۍ لوبه د نیدرلنډ او پولنډ ترمنځ وه چې ۲ـ۱ نیدرلنډ وګټله.
په دویمې سیالۍ کې بیا ډنمارک او سلوانیا د یوه یوه ګول په وهلو سیالي مساوي پای ته ورسوله.
د ورځې په وروستۍ سیالۍ کې به انګلستان ۱ـ۰ د سربیا لوبډله ماتې کړه او په روان جام کې یې خپله لومړۍ سیالي وګټله.
یادې سیالۍ چې د جرمني په کوربهتوب پیل شوي دي ۲۴ اروپايي هېوادونه پکې په شپږو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.
ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۷مه نېټه هم درې سیالۍ ترسره شي، لومړۍ لوبه به د اوکراین ـ رومانیې، دویمه د بلجیم ـ سلواکیا او درېیمه د اتریش او فرانسې ترمنځ وي.