تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" یو اړخیزه درې ورځنی اوربند اعلان کړی

د تحریک طالبان پاکستان غړي

تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" ډلې د لوی اختر په مناسبت یو اړخیزه درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني د جون پر ۱۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې اوربند به د جون پر ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه وي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې دا بیان داسې وخت خپور کړی چې د جون پر ۱۶مه د سعودي عرب په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لوی اختر ونمانځل شو، خو پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جون پر ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت لا د ټي ټي پي له لوري د اوربند اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال له پای راهیسې په پاکستان، په تېره په خیبر پښتونخوا، کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو بریدونه زیات کړي دي.

اسلام اباد تحریک طالبان پاکستان یوه ترهګره ډله بولي او وايي چې دا ډله خپل اکثر بریدونه له افغانستانه پلانوي هغه تور چې د طالبانو حکومت په کلکه رد کړی دی.