غزې له میاشتو میاشتو ناکراریو وروسته پرون یوه نسبتاً ارامه ورځ تېره کړه.
دا ارامي وروسته له هغه رامنځته شوه چې اسراییلي پوځ د غزې په جنوبي سیمو کې د خپلو تعرضي عملیاتو یوه ورځنۍ تاکتیکي وقفه اعلان کړه.
دا وقفه د غزې په تړانګه کې د قحطۍ په اړه د ملګرو ملتونو د پرله پسې خبرداریو وروسته، غزې ته د لا زیاتو بشري مرستو د لیږد لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په هدف اخیستل شوې.
د اسراییلو پوځ وايي، دغه تاکتیکي وقفه به هره ورځ د سهار له ۸ پیل او د ماښام تر ۷ بجو به دوام وکړي.
دا لا څرګنده نه ده چې دغه تاکتیکي وقفه به څومره وخت دوام وکړي.
د غزې په تړانګه کې د اسراییلو او د حماس د سخت دریځې ډلې ترمنځ له سختې جګړې اته میاشتې زیاتې واوښتې.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لهخوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.