د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه توقیف ځای کې یرغمل وروسته له هغه خوشې شول چې امنیتي ځواکونو پرې یرغل وکړ.
ریا نووستي خبري اژانس د روسیې د فدرالي محبس د مسوولانو په قول ویلي چې برمته شویو ته زیان نه دی رسېدلی.
د راپور له مخې، یرغمل نیوونکي له منځه وړل شوي دي.
خو ځینو سيمه ييزو خبري رسنيو د يو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
تر دې مخکې ویل شوي وو چې شپږو بندیانو د روستوف په سیمه کې د توقیف ځای دوه کارکوونکي یرغمل کړي دي.
دغو بنديانو، چې په تروريستي فعاليتونو تورن وو، د موټر او له توقیف ځای څخه د خوندي وتلو غوښتنه کړې وه.
په راپور کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې یو شمېر یې د داعش په نوم د اسلامي دولت له سخت دریځې ډلې سره تړاو لري.
په وروستیو کلونو کې، داعش د مسکو په څنډه کې د مرګونې برید په شمول په روسیه کې د یو شمیر بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د مارچ په میاشت کې د روسیې د پلازمېنې په لمنه کې د کنسرت په یوه تالار کې د وسلهوالو په ډزو ۱۴۵ کسان ووژل شول.