غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې؛ امریکايي او قطري چارواکي پرې خبرې کوي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن په سویس کې قطر له صدراعظم سره د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون شنبې اعلان وکړ، قطر او مصر پلان لري چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم ژر له حماس سره خبرې وکړي.

جیک سلیوان دا څرګندونې په سویس کې د اوکراین د سولې د کنفرانس په څنډه کې او د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره یې لنډې خبرې کړي او په غزه کې د اوربند په اړه به له هغه سره د یکشنبې په ورځ په سویس کې بیا خبرې وکړي.

حماس، چې د امریکا د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي، اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د اوربند له وړاندیز سره موافق دی.

امریکايي چارواکي وايي، حماس په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په ځواب کې د "څو بدلونونو" وړاندیز کړی دی.

اسراییل هم اعلان کړی چې حماس د دې پلان مهم عناصر رد کړي دي.

په همدې حال کې جیک سلیوان د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکایي چارواکو د حماس ځواب په دقت سره څېړلی دی.