برتانوي چارواکي: د يمن د المخا په جنوب کې يوې بېړۍ ته نژدې چاودنې شوي

ارشیف

د بريتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو مرکز نن یکشنبې وويل، د يمن د المخا په جنوب کې يوې بېړۍ ته نژدې دوې چاودنې شوي، خو عمله يې خوندي ده او خپل مزل ته دوام ورکوي.

دې ادارې زیاته کړې چې چارواکي په دې اړه څېړنې کوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ دفتر یا سینټکام، ویلي وو چې د وربینا کارګو بېړۍ عمله او ماڼوګان چې په اوکراین پورې تړلې او د یوه پولنډي شرکت له‌خوا اداره کېږي، د ایران پلوه حوثي ملېشو له برید وروسته خالي شوه، خو په هغې کې لا هم اور لګېږي.

د پنجشنبې په ورځ د عدن په خلیج کې د ایران په ملاتړ د حوثي ملېشو له‌خوا د وربینا په بار وړونکې بېړۍ د دوو کروز توغندیو برید وشو.