د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې پرون شنبې پر خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په پروان، کابل، میدان وردګ، ننګرهار، بامیان او سمنګان ولایتونو کې د نسبتاً تیز باران، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل کېږي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په یادو ولایتونو کې به باران له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پورې واوري.
د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو په وینا، د سږ کال د اپریل او مې د میاشتو ورښتونه د کال په دې وخت کې په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساري و.
د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله سلګونه افغانان مړه او ژوبل شول او ډېر مالي تاوانونه یې واړول.